ایکنانیوز د قاهر۲۴ له قوله راپور راکړ، دمصر د پورټ سعید ولایت مسئولان په دغه ښار کې د دقرآن د حفظ د سیالیو او دیني منقبت دنړیوالو سیالیو د اولسم پړاؤ د ترسره کیدا د سریزو د تیاریانو په حال کې دي.
د مصر د پورټ سعید د قرآن کریم د حفظ او دینی منقبت دنړیوالو سیالیو عالی کمیټې ددې خبر په اعلانولو سره روښانه کړې ده ،ټاکل شوې ده ، ددغوسیالیو په بهیر کې د درستې نړۍ څځه د قرآن کریم د ټولو سیالیو د مشرانو په شتون سره دنړیوالو سیالیو نړیواله مجمع هم ترسره شي.
د مصر د پورټ سعید د دینی منقبت او د قرآن د حفظ د نړیوالو سیالیو اولسم پړاؤ، د مصر د نامتو قاری شیخ شحات محمد اانور او دمصر او اسلامی نړۍ د قرآن کریم د تلاؤت د لویانو په نامې او یاد سره نومول شوې دی.
د پورټ سعید د دغو سیالیو غږملونکی او اجرائي مدیرعادل مصیلحلی په یولړڅرګند ونو کې ووئيل، چې په مصر کې د نړۍ د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو عمومي ټولنه دلومړي ځل لپاهر ترسره کیږي او د د سیالیو دغه اولسم پړاؤ فعالیتونه به دنړیوالو دتوجه مرکز شي.
هغه روښانه کړه ،د سیالیو په دغه پړاؤ کې د قرآن کریم د حفظ نړیوالو سیالیو دنړیوالې ټولګې شتون یو مهم اقدام دی ځکه دغه ټولګه به د خپل شتون په وخت کې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون کونکو د ارزونې اساس،دسټینډرډونو یوشانوالی او پياوړتیا په خاطر د قاضیانو لپاره پړاویزروزونکي کنفرانسونه ترسره کړي.
د دغو سیالیو د ترسره کونکي عالی کمیټې دمسئولانو په وینا،سږکال به ددغو سیالیو نهائي مرحله د ۲۰۲۴کال د فرورۍ له دوهمې تر شپږمې نیټې پورې دمصر په پورټ سعید ښار کې ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4178695